خبریال: فرمان الله زبیرزی
د واشنګتن پوسټ د راپور له مخې، امریکا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیولو په پوځي عملیاتو کې لږ تر لږه ۷۵ کسان وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، په وژل شويو کسانو کې د وینزوئلا او کیوبا امنیتي ځواکونه او ملکي کسان شامل دي.
د سرچینې په وینا، په دغه عملیاتو کې ۶ امریکايي سرتیرې ټپیان شوي.
بلخوا د دغو عملیاتو مشر جنرال کین ویلي، چې دا عملیات د "مطلقه هوډ" په نوم یادیږي.
د نوموړي په وینا، د مادورو دنیولو لپاره له ۱۵۰ څخه ډېرو الوتکو له ۲۰ بېلابېلو هوایي ډګرونو څخه پرواز کړی وو.




