کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته؛ سنټکام د شپنيو عملياتو انځورنه خپاره کړي

 د ايران او امريکا ترمنځ د پاکستان په کوربه توب مذاکرات چې تېره ورځ ناوخته پيل شول، له ۲۱ ساعته خبرو کولو وروسته بې پايلې پای ته ورسېدل‌. هممهاله بیا د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د امريکا مرکزي قومنداني (سنټکام) د شپنيو عملياتو انځورونه خپاره کړي دي. که څه هم د دغه انځورونو د ثبت دقيقه نېټه څرګنده نه ده؛ خو…

2026-04-12 00:19 133۱ دقیقې لوستل
د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته؛ سنټکام د شپنيو عملياتو انځورنه خپاره کړي

 د ايران او امريکا ترمنځ د پاکستان په کوربه توب مذاکرات چې تېره ورځ ناوخته پيل شول، له ۲۱ ساعته خبرو کولو وروسته بې پايلې پای ته ورسېدل‌.

هممهاله بیا د مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د امريکا مرکزي قومنداني (سنټکام) د شپنيو عملياتو انځورونه خپاره کړي دي.

که څه هم د دغه انځورونو د ثبت دقيقه نېټه څرګنده نه ده؛ خو ځيني شنونکي باور لري، ښايي بیا د ایران پر وړاندې يوه لویه جګړه پيل شي.

هاخوا د وېنس په مشري امريکايي پلاوی واشنګټن او د قالیباف په مشري ایرانی‌پلاوی تهران ته ستون شوی دی.

همدې حال کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند خبر ورکړی، چې هېواد يې په ديپلوماسي باور لري او د ستونزو حل يې ګڼي.

بلخوا بیا پاکستان ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې د دواړو لوريو ترمنځ د مذاکراتو بیا پیل لپاره هڅې وکړي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب