کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مراکش په بني ملال ښار کې د ګرمي له امله ۲۱ تنه مړه شوي

د راپورنو له مخې، د مراکش په بني ملال ښار کې د ګرمي له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.   د دغه هېواد د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کسانو کې ناروغان او د ډېر عمر لرونکي کسان شامل وو.   د ياد هېواد د هوا پېژندنې ادارې ويلي، په ځينو سيمو کې د تودوخې درجه تر ۴۸ سانتي ګراد ته رسېدلې.   مراکش په پرلپسې توګه…

2024-07-25 22:58 118۱ دقیقې لوستل
د مراکش په بني ملال ښار کې د ګرمي له امله ۲۱ تنه مړه شوي

د راپورنو له مخې، د مراکش په بني ملال ښار کې د ګرمي له امله ۲۱ تنه مړه شوي دي.

 

د دغه هېواد د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کسانو کې ناروغان او د ډېر عمر لرونکي کسان شامل وو.

 

د ياد هېواد د هوا پېژندنې ادارې ويلي، په ځينو سيمو کې د تودوخې درجه تر ۴۸ سانتي ګراد ته رسېدلې.

 

مراکش په پرلپسې توګه د شپږم کال لپاره وچکالي تجربه کوي چې تېر کال په اګست میاشت کې يې ۵.۴ درجې ريکارډ تودوخه هم تجربه کړې وه.

 

د يادونې وړ ده چې سږ کال د نړۍ په ډېری سیمو کې خلک د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب