یاد سازمان د ۱۴ مخالفو او ۱۲۰ موافقو رایو پر اساس یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې په کې په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه شوې.
په پرېکړه لیک کې راغلي چې دا اوربند به غزه کې د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې پر اوربند ټینګار کوي چې تازه د فلسطین یو لوړ پوړي چارواکي عزت الرشاق پر غزې د اسرائیلو د ځمکنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې که اسرائیل پر غزې دا عملیات پیل کړي، نو دوی به دومره توند ځواب ورکړي چې د دغه هېواد پوځیانو د بدن پاتي شوني به د غزې ځمکه وخوري.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په غزې کې د اسرائیلو او حماس ډلې ترمنځ جګړو سخت زور اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.
یاد سازمان د ۱۴ مخالفو او ۱۲۰ موافقو رایو پر اساس یو پرېکړه لیک صادر کړی، چې په کې په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه شوې.په پرېکړه لیک کې راغلي چې دا اوربند به غزه کې د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو اجازه ورکړي.ملګري ملتونه په داسې حال کې پر اوربند ټینګار کوي چې تازه د فلسطین یو لوړ پوړي چارواکي عزت الرشاق پر غ…




