کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو راتلونکږ غونډه چې امريکا کې کيږي، ډېری هېوادونه به پکې فلسطین د يو خپلواک دولت په توګه وپېژني.
الجزيرې راپور ورکړی، چې فرانسه، پرتګال، بلجيم، لوګزامبورګ، مالټا او سان مارينو هغه هېوادونه دي چې له وړاندې یې د فلسطين د رسميت پېژندلو اعلان کړی دی.
دغه غونډه راتلونکې دوشنبه نيويارک کې د فرانسې او سعودي عربستان په ګډې همکاري جوړيږي.
د فلسطین د رسمیت پېژندنې موضوع له هغې وروسته راپورته کيږي چې ملګرو ملتونو له پراخو پلټنو وروسته د غزې تړانګې جګړه د فلسطنيانو نسل وژنه اعلان کړه.
دغه جګړه چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال ډ اکټوبر مياشتې راهيسې شروع شوې، تراوسه پکې ۶۵ زره او ۱۴۱ کسان وژل شوي او ۱۶۵ زره او ۹۲۵ تنه ټپيان شوي، خو د مړينې ارقام لا هم ورستي نهدي او ښايي ګڼ شمېر کسان د ودانيو له ويجاړيو لاندې پاتې وي.
د غزې جګړه ورځ تر بلې پراخېدونکې ده او د اسرايلو دولت ويلي چې غواړي ټوله غزه تر خپل کنترول لاندې راولي او په همدې موخه یې د غزې اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو امر کړی دی.
همدې حال کې بيا هغه هېوادونه چې فلسطين په رسميت پېژني، شمېر يې ۱۴۵ ته رسېږي چې د ملګرو ملتونو د غړو ۷۵ سلنه جوړوي.




