د ملګرو ملتونو د ځورونې ضد ځانګړې راپور ورکوونکې، الیس جل ایډورډز، نن د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند غیرانساني او سپکوونکو شرایطو په اړه بېړنی او مؤثره اقدام وکړي.
ایډورډز خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت ښايي د زورونې یا نورو غیرانساني یا تحقیرونکي چلند بڼه ولري.
هغې له پاکستانيو چارواکو غوښتنه کړې، چې ډاډ ورکړي، چې د خان د بند حالتونه باید له نړۍوالو اصولو او معیارونو سره سم وي.
د راپورونو له مخې، له هغه وخت راهیسې، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۶ نېټه د راولپنډۍ اډیاله زندان ته انتقال شوی، هغه زیاتره وختونه یوازې بندي ساتل شوی، هره ورځ ۲۳ ساعته د خپل زندان دننه ساتل کېږي او له بهرنۍ نړۍ سره یې تماس ډېر محدود شوی دی.
ایډورډز ټینګار کړی، چې اوږدمهاله یا نامحدوده یوازې بندي توب د نړۍوالو بشري قوانینو له مخې منع دی او که دا حالت له ۱۵ ورځو ډېر دوام وکړي؛ نو دا رواني زورونه بلل کېږي.
هغې زیاته کړې، د خان یوازې بند باید سمدلاسه ختم شي دا کړنه نه یوازې غیرقانوني ده؛ بلکې د هغه پر فزیکي او ذهني روغتیا هم سخت منفي اغېز کولی شي.
ایډورډز ویلي، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، خان ته د بهر وتو اجازه نشته، له نورو بندیانو سره د لیدو اجازه نه لري، حتا د جماعت لمونځونو برخه هم نشي جوړولی.
هغې همدارنګه زیاته کړې، چې د عمران خان د وکیلانو، کورنۍ او نورو کسانو لیدنې چې محکمه اجازه ورکړې، اکثره نیمګړې پرېښودل شوې یا مخکې له وخته ختمې شوې دي.




