کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مودي کالیزه؛ ټرمپ له نریندرا مودي سره ټلیفوني خبرې کړې

کابل (کوه نور، ۲۷ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د نوموړي د زوکړې په مناسبت ټیلیفوني تماس نیولی دی. د دې دواړو مشرانو ترمنځ دا خبرې پداسې حال کې شوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو تعرفو له امله څو اوونۍ ترینګلې اړیکې روانې وي. دا تماس د چهارشنبې په ورځ یوه ورځ مخک…

2025-09-17 23:20 95۲ دقیقې لوستل
د مودي کالیزه؛ ټرمپ له نریندرا مودي سره ټلیفوني خبرې کړې

کابل (کوه نور، ۲۷ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د نوموړي د زوکړې په مناسبت ټیلیفوني تماس نیولی دی.

د دې دواړو مشرانو ترمنځ دا خبرې پداسې حال کې شوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو تعرفو له امله څو اوونۍ ترینګلې اړیکې روانې وي.

دا تماس د چهارشنبې په ورځ یوه ورځ مخکې له دې نیول شوی، چې مودي ۷۵ کلن شي. 

دا تماس د دواړو لوریو تر منځ د اړیکو په یخوالي کې د نرمښت نښه بلل کېږي، چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه احتمالي سوداګریز تړون په اړه خبرې شوې وې، چې دواړو خواوو "مثبتې" بللې دي.

ټرمپ تر دې ټیلفوني خبرو وروسته پر اېکس پاڼه لیکلي، چې مودي یو "غوره کار" کوي او له هغه یې د دې لپاره مننه کړې، چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې یې د ټرمپ ملاتړ کړی دی.

ډونالډ ټرمپ همدارنګه خبر ورکړی، چې په روانه اوونۍ کې به امریکا او هند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه سره خبرې وکړي او طمع یې ښودلې، چې خبرې به یې مثبتې پایلې ولري.

همدارنګه د هند لومړي وزیر نریندار مودي هم پر خپله اېکس پاڼه ټرمپ خپل "ملګری" بللی او ویلي یې دي، چې دواړه مشران ژمن دي ترڅو خپل مشارکت نويو پوړیو ته ورسوي.

نوموړي هم د ټرمپ له دې خبرو سره همغږي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې هند او امریکا نږدې ملګري او طبیعي شریکان دي.

د یادونې وړ ده، چې دا خبرې، د دواړو مشرانو تر منځ له هغه را وروسته لومړنی تماس و، چې امریکا تېره میاشت له روسیې څخه د تیلو د پېرلو له امله پر هند سخت تعرفې ولګولې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب