کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د موریتانیا سواحلو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله۸۹ تنه مړه شوي

د موریتانیا دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ۸۹ کډوال د دوشنبې په ورځ د موریتانیا په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.  د یاد هېواد ساحل ساتونکو افسرانو ویلي، د یوې پنځه کلنې نجلۍ په ګډون یې نهه کسان ژغورلي او دغه راز یې د ۸۹ کسانو جسدنو موندلي دي.  سرچينې د ژغورل شویو کسانو په حوا…

2024-07-04 23:22 129۱ دقیقې لوستل
د موریتانیا سواحلو کې د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له امله۸۹ تنه مړه شوي

د موریتانیا دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې ۸۹ کډوال د دوشنبې په ورځ د موریتانیا په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

 د یاد هېواد ساحل ساتونکو افسرانو ویلي، د یوې پنځه کلنې نجلۍ په ګډون یې نهه کسان ژغورلي او دغه راز یې د ۸۹ کسانو جسدنو موندلي دي.

 سرچينې د ژغورل شویو کسانو په حواله ویلي، دغه کښتۍ چې شپږ ورځې وړاندې د ګمبیا – سینیګال له پولې وتلې وه؛ اروپا ته روانه وه او لږ تر لږه ۱۷۰ کډوال پکې سپاره وو.

د یادونې وړ ده چې د لویدیځې افریقا زرګونه کډوال هر کال اروپا ته د رسېدو لپاره د اتلانتیک بحر او مدیترانې بحیرې له خطرناکو لارو تیریږي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب