کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مونشن امنيتي کنفرانس مشر: د روسيې موخه د لويې روسيې او نړيوالې امپراتورۍ رامنځته کول دي

د روسيې د بريدونو دوام؛ ښايي د ناټو پر کوم غړي هېواد هم حمله وکړي د مونشن امنيتي کنفرانس مشر وايي، دا نه شي رد کولی چې روسيه دې د ناټو په کوم غړي هېواد حمله وکړي. کريستوف هوسګن په خپله مرکه کې ويلي، د پوتين موخه د پخواني شوروي اتحاد له سرحدونو هاخوا د لويې روسیې او نړۍوالې امپراتورۍ رامنځته کول دي چې لکه د تزار حکومت و…

2024-02-10 19:23 176۱ دقیقې لوستل
د مونشن امنيتي کنفرانس مشر: د روسيې موخه د لويې روسيې او نړيوالې امپراتورۍ رامنځته کول دي

د روسيې د بريدونو دوام؛ ښايي د ناټو پر کوم غړي هېواد هم حمله وکړي

د مونشن امنيتي کنفرانس مشر وايي، دا نه شي رد کولی چې روسيه دې د ناټو په کوم غړي هېواد حمله وکړي.

کريستوف هوسګن په خپله مرکه کې ويلي، د پوتين موخه د پخواني شوروي اتحاد له سرحدونو هاخوا د لويې روسیې او نړۍوالې امپراتورۍ رامنځته کول دي چې لکه د تزار حکومت وکړي.

هوسګن د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولاديمير پوتين به د کومې حملې امر وکړي؟ وايي، "طبعاً، پوتین په وار- وار ویلي چې د پخواني شوروي اتحاد ړنګېدل په شلمه پېړۍ کې تر ټولو لویه غمیزه وه، ځکه د روسیې له سرحدونو دباندې د ډېرو روسانو د لالهاندۍ سبب شوه."

د ده په خبره، که چيرې روسيه په اوکراين کې ماته ونه خوري، ښايي پر مالدوا يا د بالتیک حوزې په نورو جمهوریتونو حمله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، ټاکل شوې د نړۍ رهبران او متخصصان د فبرورۍ له ۱۶مې تر ۱۸مې يو ځل بيا په دې کنفرانس کې سره راټول شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب