کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د مکسېکو ځینو برخو کې طبیعي پېښو ګڼ زیانونه اړولي

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د مرکزي او سوېلي ختیځ مکسیکو په ځینو برخو کې سختو سېلابونو دوام کړی، چې له تېرې لږ تر لږه یوې اونۍ راهیسې یې د مړو شمېر ۴۴ تنو ته پورته کړی دی. د حکومت پر وینا، د دوه استوایي توپانونو له امله سخت بارانونه په پنځو ایالتونو وراکروز، پوبلا، هیدالګو، کویریتارو، او سان لوئیس پوتوسي کې د ځمکې ښ…

2025-10-12 23:15 158۱ دقیقې لوستل
د مکسېکو ځینو برخو کې طبیعي پېښو ګڼ زیانونه اړولي

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د مرکزي او سوېلي ختیځ مکسیکو په ځینو برخو کې سختو سېلابونو دوام کړی، چې له تېرې لږ تر لږه یوې اونۍ راهیسې یې د مړو شمېر ۴۴ تنو ته پورته کړی دی.

د حکومت پر وینا، د دوه استوایي توپانونو له امله سخت بارانونه په پنځو ایالتونو وراکروز، پوبلا، هیدالګو، کویریتارو، او سان لوئیس پوتوسي کې د ځمکې ښوېدو او سېلابونو راوتلو لامل شوي دي.

د حکومتي اعلامیې له مخې، سېلابونو د مکسیکو په وراکروز ایالت کې ۱۸ تنه، په هیدالګو کې ۱۶ تنه، په پوبلا کې نهه تنه او په کویریتارو کې ۱ تن وژلي دي.

د مکسیکو «ال یونیورسال» ورځپاڼې بیا د مړو شمېر تر دې هم ډېر ښودلی، چې ۴۸ تنه یې یاد کړي او ویلي یې دي، چې لسګونه کسان لا هم ورک شوي دي.

چارواکو ويلي د دې توپانونو له امله لږ تر لږه درې سوه او ۲۰ زره کسان د برېښنا له پرې کېدو سره مخ شوي او لږ تر لږه ۱۶ زره کورونه زیانمن شوي دي. 

دوی اندېښنه لري، چې ممکن نوره ځمک‌ښویېدنه او د سیندونو خوځېدنه د زیان کچه نوره هم لوړه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب