کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ناروې د کډوالو شورا: ښایې د بودیجې کموالی له زلزله ځلپیو سره مرستې اغېزمنې کړي

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د ناروې د کډوالو شورا خبر ورکړی، چې ښایې د بودیجې کمښت د هېواد ختیځ "کنړ" ولایت کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو وګړو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی شي. دې شورا ویلي، د افغانستان ختیځ کې هغه سیمې، چې زلزلې ځپلي پکې امکانات تر ډېره په مصرف رسېدلي او د بودیجې د کموالي له امله د مرستو رسولو انداز…

2025-09-03 09:19 154۱ دقیقې لوستل
د ناروې د کډوالو شورا: ښایې د بودیجې کموالی له زلزله ځلپیو سره مرستې اغېزمنې کړي

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): د ناروې د کډوالو شورا خبر ورکړی، چې ښایې د بودیجې کمښت د هېواد ختیځ "کنړ" ولایت کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو وګړو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی شي.

دې شورا ویلي، د افغانستان ختیځ کې هغه سیمې، چې زلزلې ځپلي پکې امکانات تر ډېره په مصرف رسېدلي او د بودیجې د کموالي له امله د مرستو رسولو اندازه او سرعت تر ډېره محدود شوی دی.

د یادې خیریه موسسې په هغه راپور کې، چې نن نشر شوی راغلي، چې د زلزلې له امله په زیانمنو شویو سیمو کې په جوړو شویو موقتي خېمو کې د ۵۰ او ۱۰۰ ترمنځ ښځو او ماشومانو پرته له صحي او نورو ضروري امکاناتو پنا اخیستې ده.

راپور کې راغلي، له زلزلې ژغورل شوي وګړي د سرپناه، خوړو، د څښاک پاکو اوبو او د روغتیايې خدماتو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ناروې د کډوالو شورا پر نړۍوالو مرستندویانو غږ کړی، چې افغانستان کې د دې نوي پېښ شوي ناورین سره د مبارزې لپاره دي مرستې ډېرې او د اوږد مهال لپاره دي سیمه کې پاتې شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب