کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نايجريا د ګازو په یو کان کې چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبرياله: نازو عمري  د نایجریا له مرکزي سیمې څخه سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پلاتو ایالت په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ کان‌کیندونکي مړه شوي دي. د راپورونو له مخې، پېښه تېره ورځ د پلاتو ایالت د بشار ولسوالۍ په یوه کان کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کان‌کیندونکي تر ځمکې لاندې په…

2026-02-19 02:09 69۱ دقیقې لوستل
د نايجريا د ګازو په یو کان کې چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبرياله: نازو عمري 

د نایجریا له مرکزي سیمې څخه سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د پلاتو ایالت په یوه کان کې د ګازو د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۸ کان‌کیندونکي مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه تېره ورځ د پلاتو ایالت د بشار ولسوالۍ په یوه کان کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کان‌کیندونکي تر ځمکې لاندې په څاه‌ګانو کې پر کار بوخت وو.

د یاد ایالت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، په دې چاودنه کې ۳۸ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، چې یو شمېر یې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د زمفارا ایالت په یوه ناقانونه کان کې د سختو ورښتونو پر مهال د ډبرو د لوېدو له امله لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب