کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ناټو سرمنشي: ښايي روسيه تر راتلونکو پنځه کلونو پر ناټو بريد وکړي

د ناټو سرمنشي مارک روټه ويلي، ممکنه ده چې روسيه تر راتلونکو پنځه کلونو پر ناټو بريد وکړي. هغه له خپلو متحدینو غوښتي، چې خپل دفاعي ځواک پياوړی کړي. هغه جرمني کې د خبرو پر مهال ويلي، که څه هم د ناټو غړي هېوادونه نه احساسوي چې روسيه به پرې بريد وکړي، خو دغه سازمان دی دفاعي بوديجه ډېره او هر ډول خطر ته ځان چمتو کړي. روټه و…

2025-12-12 23:34 130۱ دقیقې لوستل
د ناټو سرمنشي: ښايي روسيه تر راتلونکو پنځه کلونو پر ناټو بريد وکړي

د ناټو سرمنشي مارک روټه ويلي، ممکنه ده چې روسيه تر راتلونکو پنځه کلونو پر ناټو بريد وکړي.

هغه له خپلو متحدینو غوښتي، چې خپل دفاعي ځواک پياوړی کړي.

هغه جرمني کې د خبرو پر مهال ويلي، که څه هم د ناټو غړي هېوادونه نه احساسوي چې روسيه به پرې بريد وکړي، خو دغه سازمان دی دفاعي بوديجه ډېره او هر ډول خطر ته ځان چمتو کړي.

روټه ويلي، روسيه ان د اروپا تر پولو رسېدلې او بريد کولو کې يې هم شک نه دی پاتې.

نوموړي همداراز ټينګار کړی چې، د مسکو له بې رحمانه او احمقانه رفتار څخه د دفاع یوازینۍ لار د دفاعي بوديجې لوړول او نظامي تجهيزات لرل دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسي الوتکو څه موده وړاندې د ناټو پر غړي هېواد پولنډ ګزمې وکړې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب