کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نوي لمریز کال نمانځونکو ته د ټرمپ پیغام

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې هغه خلکو ته د ۱۴۰۴ لمریز کال مبارکي ویلې چې دغه جشن نمانځي.  نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، نوروز یو لرغونی چشن دی چې د تېر کال برکت ته د فکر او نوي پسرلي ته له یوې نوې او تازه روحیې سره چمتووالی او هیله مندي ښیي.   نوموړي په دغه پیغام کې ویلي: «نو…

2025-03-19 21:15 103۱ دقیقې لوستل
د نوي لمریز کال نمانځونکو ته د ټرمپ پیغام

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امریکا او ټوله نړۍ کې هغه خلکو ته د ۱۴۰۴ لمریز کال مبارکي ویلې چې دغه جشن نمانځي. 

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، نوروز یو لرغونی چشن دی چې د تېر کال برکت ته د فکر او نوي پسرلي ته له یوې نوې او تازه روحیې سره چمتووالی او هیله مندي ښیي.

 

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي: «نوروز د خوښۍ او د پسرلي او نوي کال د پیل یو جشن دی.»

هغه په دغه پیغام کې د امریکا په استازیتوب د نوروز مبارکي وړاندې کړې ده.

که څه هم د کب میاشت هر کال ۲۹ ورځې وي او له هغه وروسته د وري لومړۍ نېټه د نوروز ورځ وي خو سږ کال سرپرست حکومت اعلان وکړ چې د کب میاشت ۳۰ ورځې ده او نوی کال به سبا د جمعې په ورځ پیل شي.

د ویلو ده چې په ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو کې نوی لمریز کال نن پیل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب