کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د نړۍ څه د پاسه ۱۲۲ میلیونه وګړي د طبیعي پېښو او جګړو له امله کډوال شوي

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې راغلي چې د نړۍ څه باندې ۱۲۲ میلیونه وکړي د جګړو او طبیعي پېښو له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي. دغه ادارې پخپل کلني راپور کې ویلي چې د جنګونو، طبیعي پېښو، تاوتریخوالي او ځورونو په پایله کې د بې ځایه شوو وګړو شمېرو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. راپور کې ویل شوي چې د…

2025-06-12 20:02 57۲ دقیقې لوستل
د نړۍ څه د پاسه ۱۲۲ میلیونه وګړي د طبیعي پېښو او جګړو له امله کډوال شوي

د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په یوه راپور کې راغلي چې د نړۍ څه باندې ۱۲۲ میلیونه وکړي د جګړو او طبیعي پېښو له امله د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

دغه ادارې پخپل کلني راپور کې ویلي چې د جنګونو، طبیعي پېښو، تاوتریخوالي او ځورونو په پایله کې د بې ځایه شوو وګړو شمېرو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر وروستیو په نړۍ کې ۱۲۲,۱ میلیون وګړي په جبري توګه د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوي دي چې د تېر کال په همدې وخت کې دغه شمېرې ۱۲۰ میلیونه وې.

سرچینې ویلي د کډوالۍ اصلي لامل جګړې دې او په دغه شمېرو کې داخلي بې ځایه شوي هم شامل دي.

بل پلو د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په راپور کې راغلي چې په دغه شمېر بې ځایه شوو وګړو کې ۴۰ سلنه یې له ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي.

د دغه ادارې د مالوماتو په اساس د اقلیمي تغیراتو له وجې د داخلي بې ځایه شوو شمېر هم ۴۵,۸ میلیونو ته جګ شوی چې تېر کال دغه شمېر ۲۶,۳ میلیونه و.

باید وویل شي چې د نړۍ له ټولو جبري بې ځایه شوو وګړو دریمه برخه له څلورو جګړه ځپلو هېوادونو سوډان، افغانستان، اوکراین او سوریې څخه جوړېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب