کابل (کوه نور، ۱۷ اسد ۱۴۰۴): د کوربه زمبابوی او نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې د زمبابوی لوبډلې له ناکامې پاڼۍ وروسته نیوزیلینډي توپوهونکو چټکه توپ وهنه پیل کړې.
د زمبابوی لوبډلې د روانې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د برېنډن ټایلر ۴۴ تر نورو زیاتو منډو پرمټ د ټولو ویکټو په زیان ۱۲۵ منډې جوړې کړې، نیوزیلینډي چټک توپ اچوونکي مټ هنري په دې پاڼۍ کې د کوربه لوبډلې ۵ ویکټې واخیستې.
په دوهمه پاڼۍ کې نیوزیلینډ د دوهمې ورځې ترپایه د ۱۳۰ اورونو لوبولو وروسته د ۳ ویکټو په زیان ۶۰۱ منډې جوړې کړي چې له زمبابوی څخه ۴۷۶ منډې مخکې والی لري.
د یادې لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې ډیوون کانوی د ۱۸ څلوریزو پرمټ ۱۵۳، ویل یانګ ۷۴ او جیکب ډوفي ۳۶ منډو له جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړي، خو راچین رویندرا د ۲۱ څلوریزو پرمټ په ۱۶۵، او هینري نيکولس د ۱۵ څلوریزو پرمټ په ۱۵۰ منډو خپلې توپوهنې ته دوام ورکوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د روانې لوبې دریمه ورځ نن پیلیږي او له دې پرته دوه نورې ورځې هم شتون لري تر څو دواړه لوبډلې د لوبې د ښې پایلې په موخه مبارزه وکړي.
د یادې لوبلړۍ لومړۍ ټېسټ لوبه د ۹ ویکټو په توپېر نیوزیلینډۍ لوبډلې ګټلې وه.




