کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هند او پاکستان جګړه؛ امریکا پکې له مداخلې کولو انکار کړی

د راپورونو پر اساس د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي چې هېواد یې د هند او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې مداخله نشي کولی خو پر وینا یې کولی شي چې نوی ډیلی او اسلام اباد د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. د امریکا د ولسمشر مرستیال "جي دي وینس" له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې په هغه جګړه کې هیڅ رقم مداخله نشي کولی چې…

2025-05-09 20:56 33۲ دقیقې لوستل
د هند او پاکستان جګړه؛ امریکا پکې له مداخلې کولو انکار کړی

د راپورونو پر اساس د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي چې هېواد یې د هند او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې مداخله نشي کولی خو پر وینا یې کولی شي چې نوی ډیلی او اسلام اباد د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال "جي دي وینس" له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې په هغه جګړه کې هیڅ رقم مداخله نشي کولی چې په دوی پورې اړه نه لري.

نوموړي ویلي هند د پاکستان د  برید په ځواب کې برید ترسره او اوس دواړو لورو ته پکار ده چې له پوره زغم څخه کار واخلي.

وینس ویلي دوی نه هند ته د وسلې د کېښودلو ویلی شي او نه هم دا خبره پاکستان ته کولی شي خو غوښتنه یې کړې چې پاکستان باید اټومې جګړې ته لار حواره نه کړي ځکه چې دغه کار به ډېر زیانونه واړوي.

هغه پخپلو خبرو کې ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ له روانې جګړې دا مهال داسې ښکاري چې اټومي جنګ دې رامنځ ته شي.

د هند او پاکستان ترمنځ دغه کړکېچ هغه مهال رامنځته شو چې پاکستانیو جټ الوتکو د روانې "ثور" میاشتې پر دویمه نېټه د هند تر واک لاندې د کشمېر په "پهلګام"سیمه کې بمبارونه ترسره کړل چې له امله یې په هغه سیمه کې ۲۶ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شول.

بل خوا بیا هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد هوایې ځواکونو یې د شورو په شپه د پاکستان ځیني سیمې بمبار کړي؛ خو نه پکې ملکیان او نه هم نظامي تاسیسات په نښه شوي وو.

ددغه هېواد ځواکونو ویلي چې پاکستان یې د تېرې شپې په بریدونو کې درې نظامي مرکزونه ویشتلي خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دغه څرګندونې رد کړې دې.

بل خوا پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۴۶ نور ټپیان دي او د هند شپږ جټ الوتکې یې هم له منځه وړې دې.

باید وویل شي چې امریکا وړاندې له دې هم له دواړو لوریو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب