ڪابل (کوه نور، ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د هند د ګوا ایالت په یوه مشهور نایټکلپ "د شپې تفریحي ځای" کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان، چې پکې یو شمېر سیلانیان هم شامل دي، مړه شوي دي.
د ګوا اعلی وزیر پرون ورځ ویلي، چې اورلګېدنه د شپې له نیمې وروسته د شمالي ګوا په ارپورا سیمه کې رامنځته شوه، چې د تفریح لپاره یو مشهور ځای ګڼل کېږي.
د ګوا اعلی وزیر پرمود ساونت ویلي، اکثره مړه شوي کسان د نایټکلپ د پخلنځي کارکوونکي وو، او درې یا څلور سیلانیان هم پکې شامل دي.
د هند خبري اژانس PTI د پولیسو له قوله ویلي، اور د ګاز سیلنډر د چاودنې له امله لګېدلی و، اوس مړ شوی او پر وینا یې، چې د ټولو قربانیانو جسدونه ترلاسه شوي دي.
ساونت زیاته کړې، چې ایالتي حکومت به د اور لګېدنې د دقیق لامل او د اور خوندیتوب او ودانیزو قوانینو د رعایت معلومولو لپاره پلټنه وکړي.
په همدې حال کې د هند صدراعظم نریندرا مودي د دې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې له اعلی وزیر ساونت سره یې خبرې کړې دي.
نریندرا مودي ژمنه کړې، چې دولت به له اغېزمنو کسانو سره ممکنه مرسته کوي او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، په هند کې د ګاز سیلنډر چاودنې ډېرې عامې دي، چې تل له تلفاتو سره مل وي، او دا مسئله د خونديتوب د قوانینو پیاوړتیا ته اړتیا لري.
باید وویل شي، چې د ګوا ایالت د هند یو مشهور سیاحتي ځای دی، چې د خپلو شګلنو ساحلونو لپاره شهرت لري.




