د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند وایي، چین درې امریکايي اتباع له توقیف څخه خوشي کړي دي.
د معلوماتو له مخې، یاد کسان چین د مخدره توکو او جاسوسۍ په تور نیولي وو چې تېره ورځ یې ازاد کړل.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي: «دوی به ژر امریکا ته راستانه شي او د څو کلونو ځنډ وروسته به له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.»
ورته مهال واشنګټن د دغو اتباعو توقیف غیر قانوني بللی او په غبرګون له امریکایانو غوښتي چې چین ته له سفره ډډه وکړي.
د ویلو ده چې بایډن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال څه باندې ۷۰ تنه امریکايي اتباع چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان وو خوشي او بېرته یې امریکا ته راستانه کړي.
دغه راز تر دا مهال څه باندې ۴۰ تنه نور امریکايي وګړي اوس هم په لسګونو هېوادونو کې بندیان دي.
د واشنګټن غبرګون؛ امریکایان دې چین ته له سفر ډډه وکړي
د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت شورا ویاند وایي، چین درې امریکايي اتباع له توقیف څخه خوشي کړي دي.د معلوماتو له مخې، یاد کسان چین د مخدره توکو او جاسوسۍ په تور نیولي وو چې تېره ورځ یې ازاد کړل.د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند همداراز ویلي: «دوی به ژر امریکا ته راستانه شي او د څو کلونو ځنډ وروسته به له خپلو کورنی…

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.



