رويټرز خبري اژانس د ټايواني چارواکو له قوله ويلي، په ټايوان کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ۹ تنه مړه شوي ۱۰۵۸ نور ټپيان دي.
د راپورنو له مخې دغه زلزله د ریختر په کچه ۷.۲ درجې وه چې په وروستيو پنځه ويشت کلونو کې په دغه هېواد کې د ریختر په کچه تر ټولو زوروره زلزله وه.
د سرچينې په خبره ۶۴۶ کسان لا هم نادرکه دي او د پلټنې هڅې يې روانې دي.
دغې زلزلې په ياد هېواد کې په پراخه کچه مالي زيانونه هم اړولي او ګڼې لوړپوړيزه ودانۍ يې هم نړولي دي.
د ټايواني چارواکو په خبره پنځوس تنه کارګران په دغه زلزله کې غرق شوي هم دي.




