اسوشیټډ پرېس خبري آژانس وايي، چې د ټرمپ حکومت اسراییل ته د ۶.۶۷ میلیارد ډالرو او سعودي عربستان ته د ۹ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور پرېکړه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام داسې مهال کېږي، چې د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو په تړاو سیمهییز کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی.
راپور کاږي، دغه معامله د غزې د اوربند او د جګړې وروسته د بیا رغونې له هڅو سره تړاو لري، خو د نړیوال امنیتي ځواک ځای پر ځای کول او د حماس بېوسلې کول لا هم جدي ننګونې ګڼل کېږي.




