د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتيايمې غونډې په څنډه کې له خپل اوکرايني سيال سره ليدلي دي.
نوموړي په دغه ليدنه کې بدل دريځ ښکاره کړې او ويلي دي، چې اوکراین کولای شي چې هغه سیمې چې روسيې له دغه هېواد جګړه کې نيولي، بېرته ترلاسه کړي.
رويټرز ليکلي، ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې له دې وړانډې یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له زيلنسکي او پوتین سره جلا - جلا ليدنې درلودې.
ټرمپ دغه څرګندونې په ټروت سوشیال کړي، خو دا یې نه دي ويلي، چې دغه کار به د امريکا په تګلاره څه اغېز ولري.
هغه ويلي: «وخت، زغم د اروپا او په ځانګړي ډول د ناټو ملاتړ هغه څه دي، چې کولای شي اوکراین ته توانايی ورکوي ترڅو له روسيې هغه ځمکې چې جګړه کې يې ترې نيولي، بېرته ترلاسه کړي.»
رويټرز زياته کړې، زيلنسکي په دې هڅه کې دی چې له روسيې سره د جګړې د دوام لپاره د ټرمپ ملاتړ ترلاسه کړي او دغه راز ټرمپ پر روسيې بندیزونه ولګوي.
سرچینه زیاتوي، ټرمپ پر روسيې نیوکه کړې چې بې هدفه جګړه کوي.
نوموړي ويلي، که دا جګړه ريښتينې وای، نو يوه اوونۍ کې به ګټل شوې وای.
هغه ټينګار کړی چې تراوسه يې په روسيې سخت بندیزونه نه دي لګولي، خو کييف هم باید د ځينو سیمو په پرېښودو سره د دغې جګړې پای ته رسولو کې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ ويلي، ناټو ته وسلې ورکوي چې دغه سازمان يې په خپله خوښه وکاروي.




