خبریال: صابر احمدزی
نهه اروپايي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د امریکا لهخوا د ګرینلنډ د نیولو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه سهار د امریکا لهخوا د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په خپل هېواد کې ونیول شو.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ګرینلنډ د نیولو په اړه خپلې پخوانۍ ژمنې او څرګندونې تازه کړې دي.
د همدې موضوع په تړاو، یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د امریکا دغه دریځ وغنده او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف وباله.
له بلې خوا، د ټرمپ دغو څرګندونو ته ډنمارک هم غبرګون ښودلی او د یادې طرحې په اړه بیا کاناډا، د شمالي قطب اړوند ځینو هېوادونو او د امریکا ځینو متحدینو هم خپل مخالفت څرګند کړی دی.




