د ټرمپ له ګواښ وروسته؛ ښايي کاناډا له چين سره سوداګري کمه کړي
وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر کاناډا ته ګواښ وکړ، که يې له چين سره سوداګريزې هوکړې لغوه نکړې، نو ۱۰۰ سلنه تعرفې به پرې ولګوي. بلوم‌برګ راپور ورکړی، چې ټرمپ د کاناډا ضد دريځ لا پسې پياوړی کوي او نه پریږدي چې دغه هېواد له چين سره سوداګري وکړي.سرچينې ليکلي، د کاناډا د خزانې وزير ويلي، د ټرمپ وروستي ګواښونه د دې لا…
2026-01-25 12:59 112۱ دقیقې لوستل
وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر کاناډا ته ګواښ وکړ، که يې له چين سره سوداګريزې هوکړې لغوه نکړې، نو ۱۰۰ سلنه تعرفې به پرې ولګوي.
بلومبرګ راپور ورکړی، چې ټرمپ د کاناډا ضد دريځ لا پسې پياوړی کوي او نه پریږدي چې دغه هېواد له چين سره سوداګري وکړي.
سرچينې ليکلي، د کاناډا د خزانې وزير ويلي، د ټرمپ وروستي ګواښونه د دې لامل شوي، چې ښايي لومړی وزير له چین سره د سوداګريزو هوکړو په برخه کې خپل دريځ بدل کړي او يو ډول شاتګ وکړي.
چين تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.