خبريال: فرمان الله زبيرزی
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار، مایکل فلین ویلي، چې اروپايي ټولنه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه لار نه لري او د دې جګړې د اوږدېدو غوښتونکې ده.
فلین د سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، اروپايي ټولنه غواړي جګړه همداسې روانه پاتې شي، چې د دغې ټولنې اوسنی سیاست د هر اړخیز سیاسي جوړجاړي پر ځای د جګړې د دوام ساتلو ته مایل دی.
فلین همداراز ویلي، چې داوکرین دجګړې ریښه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ دورې ته رسیږي.
د ټرمپ دغه پخواني سلاکار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د «د غوښتونکو ائتلاف» په نوم د هېوادونو مشران د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اوکراین دجګړې په اوسنې حالت سره راټول شوي وو.
.




