کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ټلګرام اجرايوي مدير: زمونږ محرميت له وټسپ او سیګنال څخه ډېر دی

  د ټلګرام اپ اجرايوي مدير پاول ډورف په يوه پوسټ کې ادعا کړې چې د دې مسنجر(ټيلګرام) امنيت او محرميت له وټسپ او سیګنال څخه ډېر دی.   ده همداراز ادعا کړې چې محکمه کې خلکو ورته له دې امله شکايت کړی دی چې د سیګنال شخصي پيغامونه يې بېرته په وړاندې کارول شوي دي.   نوموړي همداراز وويلي، ټلګرام د پيغام رسولو يوا…

2024-05-13 19:49 643۱ دقیقې لوستل
د ټلګرام اجرايوي مدير: زمونږ محرميت له وټسپ او سیګنال څخه ډېر دی

 

د ټلګرام اپ اجرايوي مدير پاول ډورف په يوه پوسټ کې ادعا کړې چې د دې مسنجر(ټيلګرام) امنيت او محرميت له وټسپ او سیګنال څخه ډېر دی.

 

ده همداراز ادعا کړې چې محکمه کې خلکو ورته له دې امله شکايت کړی دی چې د سیګنال شخصي پيغامونه يې بېرته په وړاندې کارول شوي دي.

 

نوموړي همداراز وويلي، ټلګرام د پيغام رسولو يوازينی مشهور اپ دی چې تل له خپلو سيالانو څخه مخکې، لوړ امنيت او محرميت لري.

 

څه موده وړاندې په چين کې د اپل شرکت له خپل اپ سټور څخه د ټلګرام اپ لرې کړ.

چين د دغه کار علت د ټلګرام‌ په امنيت باور نه درلودل ياد کړي وو.

 

د ټلګرام اجرايوي مدير د اپل د يادې پرېکړې په غبرګون کې ويلي وو:««دا به خپله ستاسو شرکت ته تاوان وکړي.

خلک‌ به د آيفون پر ځای انډروايډ ته مخه کړي او هلته به له ټلګرام څخه ګټه واخلي»»

 

د يادونې‌ ده چې په دغه مسنجر(ټلګرام) ډېر کله د محرميت او امنيتي پاليسيو له امله امنيتي کار پوهان نیوکه کوي هغه چې د دغه اپ مدير يې بار بار ردوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب