کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان بهرنيو چارو وزیر: هيله لرو له افغانستان سره راتلوونکي مذاکرات مثبت وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي ويلي، هيله لري چې له افغانستان سره د مذاکراتو راتلوونکی پړاو چې د نومبر په ۶مه کيږي، يوه مثبته پايله ولري. نوموړي دغه څرګندونې نن په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي. نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې د تاوتريخوالي هڅه نه‌کوي، خو د افغانستان اسلامي امارت هم باید له خپ…

2025-10-31 09:11 395۱ دقیقې لوستل
د پاکستان بهرنيو چارو وزیر: هيله لرو له افغانستان سره راتلوونکي مذاکرات مثبت وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي ويلي، هيله لري چې له افغانستان سره د مذاکراتو راتلوونکی پړاو چې د نومبر په ۶مه کيږي، يوه مثبته پايله ولري.

نوموړي دغه څرګندونې نن په يوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي، هېواد يې د تاوتريخوالي هڅه نه‌کوي، خو د افغانستان اسلامي امارت هم باید له خپلې ژمنې سره سم، له خپلې خاورې د پاکستان ضد د وسله‌والو ډلو ملاتړ ونه‌کړي.

نوموړي دغه څرګندونې استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دويم پړاو مذاکراتو د پای ته رسېدو وروسته کړې دي‌.

ورته مهال بیا اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستان طالبانو د تحریک په ګډون د هر ډول وسلوالې ډلې شتون رد کړی او ويلي يې دي چې له افغانستان به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښیږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب