کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره د جګړې نیت نه لرو

د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د غبرګون په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د جګړې نیت نه لري. د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، افغانستان د پاکستان دوست هېواد دی او اسلام‌اباد نه غواړي چې ورسره جګړه وکړي.  هغه دغه راز له افغان حکومته غوښتي، چې…

2026-02-13 04:50 109۱ دقیقې لوستل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: افغانستان سره د جګړې نیت نه لرو

د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د غبرګون په ترڅ کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام‌اباد له افغانستان سره د جګړې نیت نه لري.

د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، افغانستان د پاکستان دوست هېواد دی او اسلام‌اباد نه غواړي چې ورسره جګړه وکړي.

 هغه دغه راز له افغان حکومته غوښتي، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه مهار کړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې د خواجه اصف له لوري په وروستېو څرګندونو کې ویل شوي وو، چې کېدای شي د روژې میاشتې تر رارسېدو مخکې پر افغانستان پوځي برید وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب