کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان بهرينو چارو وزير ويلي هند‌ نشي کولای چې پر پاکستان اوبه بندې‌ کړي

 د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان نشي کولای چې پر هند اوبه بندي کړي او يا يې لوری بدل کړي. نوموړي دغه څرګندونې د ماليزيا پلازمېنه کولالمپور کې د د پاکستان ټولنې يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړي‌ دي. پاکستاني رسنیو د نوموړي له قوله ليکلي، پاکستان د سند طاووس د اوبو تړون د بندولو پر غبرګون کې…

2025-07-11 03:47 196۱ دقیقې لوستل
د پاکستان بهرينو چارو وزير ويلي هند‌ نشي کولای چې پر پاکستان اوبه بندې‌ کړي

 د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان نشي کولای چې پر هند اوبه بندي کړي او يا يې لوری بدل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د ماليزيا پلازمېنه کولالمپور کې د د پاکستان ټولنې يوې غونډې ته د وينا پر مهال کړي‌ دي.

پاکستاني رسنیو د نوموړي له قوله ليکلي، پاکستان د سند طاووس د اوبو تړون د بندولو پر غبرګون کې خپل هوايي حريم د هند پر مخ تړلی دی.

ډار دغه راز ويلي، پاکستان په ډېرو سختو حالاتو کې پرمختګ کړی او له زحمتونو ورسته د نړۍ ۲۴م اقتصادي هېواد ګرځېدلی دی‌.

دی همداراز زياته کړې ده چې، پاکستان ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې اقتصادي سقوط ته نږدې وو، خو شهباز شريف وژغوره.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب