کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د‌ پاکستان حکومت له تحريک انصاف ګوند سره د خبرو لپاره کمېټه جوړه کړې

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شریف د عمران خان په مشري تحريک انصاف ګوند سره د خبرو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده.   د پاکستان لومړي وزير له دفتره په يوه اعلاميه کې ويل شوي، دغه کمېټه یې د دغه هېواد د ملي مجلس د مشر اياز صادق په غوښتنه جوړه شوې ده.   دغه کمېټه کې لوړ پوړي پاکستا…

2024-12-22 22:46 58۱ دقیقې لوستل
د‌ پاکستان حکومت له تحريک انصاف ګوند سره د خبرو لپاره کمېټه جوړه کړې

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د دغه هېواد لومړي وزير شهباز شریف د عمران خان په مشري تحريک انصاف ګوند سره د خبرو لپاره يوه کمېټه جوړه کړې ده.

 

د پاکستان لومړي وزير له دفتره په يوه اعلاميه کې ويل شوي، دغه کمېټه یې د دغه هېواد د ملي مجلس د مشر اياز صادق په غوښتنه جوړه شوې ده.

 

دغه کمېټه کې لوړ پوړي پاکستاني چاروکي اسحاق ډار، رانا ثناءالله، عرفان الله صديقي، راجا پرويز اشرف، نويد قمر، خالد مقبول صديقي، عليم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد هغسي شامل دي.

 

دغه کمېټه داسې مهال جوړيږي چې له د‌ تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له اوږدې مودې راهيسي زندان کې دی او پلويان يې وخت ناوخت د خوشې کولو لپاره لاريونونه کوي.

 

بايد‌ ياده شي چې له ډې وړاندې زلمي خلیلزاد ويلي وو، د ټرمپ په ولسمشر کېدو سره به عمران خان هم له زندان ازاد‌ شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب