د پاکستان د حکومت د مخالفینو ائتلاف، د اډیاله زندان مخې ته د عمران خان د پلویانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو سخت چلند غندلی او دا کړنې یې د وګړو د مدني حقونو او سیاسي ازادیو ښکاره نقض بللی دی.
د پاکستان د حکومت مخالفینو د امنیتي ځواکونو له لوري د عمران خان د پلویانو پر وړاندې پر سخت چلند کلکه نیوکه کړې او د اډیاله زندان مخې ته د اعتراضي غونډو ځپل یې غندلي دي.
مخالفان وایي، د اوبو پاشونکو موټرو کارول او د بېوسلې معترضانو پر وړاندې زور زیاتی، په دې هېواد کې د سیاسي فشارونو د زیاتېدو او د مدني ازادیو د محدودېدو نښه ده.
د راپورونو له مخې، د پنجاب ایالت پولیسو په پرلهپسې ډول د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو لاریونونه په زور پای ته رسولي.
هغه لاریون کوونکي، چې له عمران خان سره یې د لیدنې غوښتنه یې کوله، د شپې لهخوا د پولیسو له مداخلې سره مخ شوي او یو شمېر یې نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو په ډله کې د عمران خان خویندې هم شاملې وې، چې څو ساعته وروسته د ښار له محدودې بهر خوشې شوې.
د تحریک انصاف ګوند د پولیسو د چلند ویډیوګانې خپرې کړې او دا کړنې یې «غیرانساني» او د دموکراتیکو اصولو خلاف بللې دي.
یاد ګوند خبرداری ورکړی چې د دغه ډول چلند دوام کولی شي په پاکستان کې سیاسي ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.
دغه ګوند ټینګار کړی چې د عمران خان د پلویانو د غوښتنو تعقیب به له سولهییزو لارو دوام ومومي.




