کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا هوایې بری.دونه غندلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا د هوایې بریدون.و غندنه کړې او دا بری.دونو یې د نړۍوالو اصولو خلاف او د سیمې د ثبت لپاره یو خطرناک عمل بللی دی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پرون ورځ " یکشنبه، د جون په ۲۲مه" د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بری.دونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او دا کار یې د نړۍ…

2025-06-22 21:28 150۱ دقیقې لوستل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا هوایې بری.دونه غندلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ایران د امریکا د هوایې بریدون.و غندنه کړې او دا بری.دونو یې د نړۍوالو اصولو خلاف او د سیمې د ثبت لپاره یو خطرناک عمل بللی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار پرون ورځ " یکشنبه، د جون په ۲۲مه" د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بری.دونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او دا کار یې د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

ډار ویلي د امریکایې ځواکونو دا ډول بر.یدونه د نړۍوالو اصولو خلاف کار دی او ایران کولی شي د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپله ځانه دفاع وکړي.

هغه له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې زر تر زره دې دغه ستونزې ته د حل لار پیدا کړي او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پاملرنه وشي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان او عمان هېوادونو له لوري هم پر ایران د امریکا بر.یدونه غندل شوي او دواړو هېوادونو د ستونزې د حل لپاره د سیاسي مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

باید وویل شي چې د افغانستان سر پرست حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د دې بر.یدونو غندنه نه ده کړې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب