د پاکستان سند ايالت نواب شاه سيمه کې د ۱۱ اولادونو مور د ۹ اولادونو پلار سره په خپله خوښه واده کړی دی.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې دغو دواړو کسانو د نوابشاه جهول سيمې په يوه محکمه کې نکاح تړلې ده. د ARY نیوز د راپور له مخې، ۴۳ کلن راني بهل او ۴۵ کلن چیتن دا واده په خپله خوښه کړی دی.
راني ويلي، چې پخواني مېړه يې له کوره وشړله؛ خو چيتن پناه ورکړه.
هغې زياته کړې، چې پخواني مېړه او زامنو یې پرې ظلم کړی او له کوره یې شړلې ده؛ خو کله چې د مور او پلار کور ته لاړه نو هغوی هم وشړله او اوس یې له مجبورۍ چتين سره واده وکړ.
چتین هم په خپلو خبرو کې ويلي، چې له راني سره یې په محکمه کې واده کړی او تښتولې يې نه ده؛ خو د هغې ورور او پلار یې ورته د وژلو ګواښونه کوي.
واده شوې جوړې له پولیسو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.




