کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان : پر بلوچستان د ايران د بريدونو ځواب ورکوو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ژر به پر بلوچستان د پاکستان د بریدونو ځوابو ورکړي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايران بريدونه د دوی په هوايي حريم تېری او سختې پایلې به ولري. په ورته مهال پاکستان حکومت د دې پېښې په تړاو اسلام اباد کې د ایران سفیر هم احضار کړی دی. که څه هم ای…

2024-01-16 22:16 109۱ دقیقې لوستل
د پاکستان : پر بلوچستان د ايران د بريدونو ځواب ورکوو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې ژر به پر بلوچستان د پاکستان د بریدونو ځوابو ورکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ايران بريدونه د دوی په هوايي حريم تېری او سختې پایلې به ولري.

په ورته مهال پاکستان حکومت د دې پېښې په تړاو اسلام اباد کې د ایران سفیر هم احضار کړی دی.

که څه هم ایران تر اوسه د پاکستان د دریځ په اړه څه نه دي ویلي، خو تېره شپه ایراني رسنیو راپور وکړی و، چې د ایران حکومت بلوچستان کې د جیش العدل پر دوه مرکزونو بریدونه کړي دي.

جیش العدل د ایران حکومت خلاف جنګېدونکې ډله ده، چې ډېر جنګیالي یې له پاکستان سره په مدغم شوې خاوره بلوچستان کې اوسیږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب