کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان پوځ د تیراه درې د تخلیې امر کړی؛ د پراخو بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې شوي

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تیراه درې کې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د جنورۍ تر ۲۵مې پورې خپلې سیمې پرېږدي، ځکه چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د نویو پوځي عملیاتو د پیل تیاری نیسي.  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دې اعلان د سخت ژمي په موسم کې د پراخې بې‌ځایه کېدنې او بشري ستونزو په اړه جدي اندېښنې…

2026-01-17 09:29 50۲ دقیقې لوستل
د پاکستان پوځ د تیراه درې د تخلیې امر کړی؛ د پراخو بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې شوي

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په تیراه درې کې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د جنورۍ تر ۲۵مې پورې خپلې سیمې پرېږدي، ځکه چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د نویو پوځي عملیاتو د پیل تیاری نیسي.

 د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دې اعلان د سخت ژمي په موسم کې د پراخې بې‌ځایه کېدنې او بشري ستونزو په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له مخې، خلکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی، چې له عملیاتو مخکې سیمه پرېږدي.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې، چې اغېزمنو کورنیو ته به مالي مرسته ورکوي، د هرې کورنۍ لپاره به د بایومتریک ثبت وروسته ۲۵۰ زره پاکستانۍ روپۍ ورکول کېږي، چې دا به د صوبايي افتونو د مدیریت ادارې له لوري جوړو شویو مرکزونو کې ترسره شي.

پاکستانیو چارواکو ویلي، بې‌ځایه شوې کورنۍ به تر اپریل پورې هره میاشت ۵۰ زره روپۍ مرسته ترلاسه کوي.

 همداراز، د جزوي زیانمنو شویو کورونو لپاره به یو میلیون روپۍ او د بشپړو ویجاړو شویو کورونو لپاره به درې میلیونه روپۍ تاوان ورکول کېږي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی سهیل افریدي، چې د پنجشنبې په ورځ تیراه ته تللی و، ویلي، چې پوځي اقدام د امنیتي ستونزو حل نه دی.

افریدي ویلي، دا جبري بې‌ځایه کېدنه د تش په نامه "بندو دروازو پالیسۍ" پایله ده، چې د رښتینو امنیتي اندېښنو پر ځای د سیاسي ګټو له مخې پر مخ وړل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب