کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان پوځ: په خاران کې ۱۲ وسله وال ووژل شول

خبرياله: نازو عمري  د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په خاران ولسوالۍ کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي، چې د پوځ په وینا د فتنه الهندوستان له ډلې سره تړاو لري.د راپورونو له مخې، تېره ورځ ګڼ شمېر وسله والو د خاران په مرکز کې د پولیسو پر مرکز برید کړی، بندیان یې خوشي کړي او دولتي او خصوصي بانکونو ته یې زیان اړولی دی.د پاکستا…

2026-01-17 07:23 105۱ دقیقې لوستل
د پاکستان پوځ: په خاران کې ۱۲ وسله وال ووژل شول

خبرياله: نازو عمري 

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په خاران ولسوالۍ کې یې ۱۲ وسله وال وژلي دي، چې د پوځ په وینا د فتنه الهندوستان له ډلې سره تړاو لري.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ ګڼ شمېر وسله والو د خاران په مرکز کې د پولیسو پر مرکز برید کړی، بندیان یې خوشي کړي او دولتي او خصوصي بانکونو ته یې زیان اړولی دی.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۵ او ۲۰ کسانو ترمنځ یوې وسله والې ډلې د پولیسو مرکز ترڅنګ پر نېشنل بانک او حبیب بانک هم بریدونه کړي او شاوخوا درې اعشاریه څلور میلیونه نغدې پیسې یې له ځان سره وړي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې ۱۲ وسله وال وژلي او د پولیسو په مرکز کې یې د خلکو د یرغمل کېدو مخه نیولې ده.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په بلوچستان کې ټولې سخت دریځې ډلې د «فتنه الهندوستان» په نامه يادوي  او پر هند د دغو ډلو د ملاتړ تور پورې کوي، خو هند تر دې وړاندې دا ډول تورونه رد کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب