کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان کراچۍ ښار هوا د انسان روغتیا ته زیانمنه بلل شوې

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د هوا کیفیت خورا خراب شوی او د هوا د کیفیت شاخص ۲۲۵ ته رسېدلی، چې دا کچه د انسان روغتیا ته زیان رسوونکې ګڼل کېږي. د جیوز نیوز په راپور کې راغلي، د نړۍوال چاپېریالي ادارې د وېب‌پاڼې له مخې، څه موده وړاندې د کراچۍ د هوا ک…

2025-11-22 22:41 140۱ دقیقې لوستل
د پاکستان کراچۍ ښار هوا د انسان روغتیا ته زیانمنه بلل شوې

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د هوا کیفیت خورا خراب شوی او د هوا د کیفیت شاخص ۲۲۵ ته رسېدلی، چې دا کچه د انسان روغتیا ته زیان رسوونکې ګڼل کېږي.

د جیوز نیوز په راپور کې راغلي، د نړۍوال چاپېریالي ادارې د وېب‌پاڼې له مخې، څه موده وړاندې د کراچۍ د هوا کیفیت شاخص ۲۲۵ ثبت شوی، چې دا کچه د ډېرې خرابې او روغتیا ته خطرناکې هوا ښکارندویي کوي.

سرچینې وړاندې لیکلي، د حکومتي چارواکو له هڅو سره سره، د پنجاب د ولایت په هوا کې هم د ککړتیا کچه لا هم لوړه ده.

جیوز نیوز زیاته کړې، لاهور ښار اوس هم د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو په لېست کې په پنځم نمبر ځای لري، چې هلته د هوا ذراتو اندازه ۱۹۸ ثبت شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب