کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان یوې محکمې عمران خان او میرمنې ته یې ۱۷ ۱۷ کاله نوره سزا ورکړې

ڪابل (کوه نور، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرې بي بي ته د فساد په یوه بله قضیه کې هر یوه ته د ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده. د رویټرز په راپور کې راغلي، دا قضیه د قیمتي دولتي سوغاتونو د ارزانه اخیستو او شخصي ګټې لپاره د ناوړه استفادې په تور ده.   د…

2025-12-20 03:41 172۱ دقیقې لوستل
د پاکستان یوې محکمې عمران خان او میرمنې ته یې ۱۷ ۱۷ کاله نوره سزا ورکړې

ڪابل (کوه نور، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴): د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د یاد هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرې بي بي ته د فساد په یوه بله قضیه کې هر یوه ته د ۱۷ کاله بند سزا اورولې ده.

د رویټرز په راپور کې راغلي، دا قضیه د قیمتي دولتي سوغاتونو د ارزانه اخیستو او شخصي ګټې لپاره د ناوړه استفادې په تور ده.  

د محکمې او عمران خان د وکیلانو پر وینا، دواړه تورنو کسانو د باور ماتونې له امله ۱۰ کاله بند او د اداري فساد ضد قانون له مخې پر ۷ کاله نور بند محکوم شوي او هر یو ۱۶.۴ میلیونه روپۍ جریمه شوي هم دي.

بل پلو عمران خان، چې د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې بندي دی، دا تورونه رد کړي او وايي دا قضیې سیاسي بڼه لري.  

همدارنګه د خان وکیل، رانا مدثر ویلي، عدالت د دفاع خبرې نه دي اورېدلي او یو طرفه پرېکړه یې کړې ده. 

باید وویل شي، چې دا نوې سزا د هغو ګڼو قضیو برخه ده، چې د عمران خان پر ضد د هغه له واکه تر لېرې کېدو وروسته ثبت شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب