کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پوتین ملګري او د اوکراین جګړې مخالف دیمیتري کوزاک خپله دنده پرېښې

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د پوتین اوږدمهاله نږدې همکار دیمتري کوزاک، چې د اوکراین جګړې سخت مخالف و له خپلې دندې استعفا ورکړه. د روسي رسنیو د راپور له مخې، کوزاک د ولسمشرۍ د ادارې مرستیال مشر و او خپله استعفا یې په خپله خوښه وړاندې کړې ده.  ویل کېږي، چې کوزاک تر دندې له استعفا ورکولو وروسته غواړي د سوداګرۍ په…

2025-09-18 23:26 96۲ دقیقې لوستل
د پوتین ملګري او د اوکراین جګړې مخالف دیمیتري کوزاک خپله دنده پرېښې

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د پوتین اوږدمهاله نږدې همکار دیمتري کوزاک، چې د اوکراین جګړې سخت مخالف و له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، کوزاک د ولسمشرۍ د ادارې مرستیال مشر و او خپله استعفا یې په خپله خوښه وړاندې کړې ده. 

ویل کېږي، چې کوزاک تر دندې له استعفا ورکولو وروسته غواړي د سوداګرۍ په برخه کې نوې لاره خپله کړي.

د راپورونو له مخې، کوزاک د ولادیمیر پوتین له هغو څو ځانګړو ملګرو څخه و، چې تل یې نېغ په نېغه له ولسمشر سره لیدل کتل درلودل. 

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، نوموړي د اوکراین جګړې له پیل وروسته د روسیې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره د نظر اختلاف پیدا کړی و.

راپورونو کې راغلي، کوزاک د جګړې له پیل وړاندې د سولې پلوی و او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې یې د جګړې مخالفت څرګند کړی و. 

هغه د جګړې په لومړیو کې د اوکراین سره د خبرو اترو مشري کوله؛ خو وروسته یې اغېز کم شوی و.

نیویارک ټایمز د کرملین د چارواکو په حواله ویلي، چې کوزاک د پوتین په نږدې کړۍ کې یوازینی لوړپوړی چارواکی و، چې په ښکاره یې د جګړې مخالفت کړی و او د سولې خبرو د پيل وړاندیز یې کړی و.

پوتین د تېر اګست په وروستیو کې هغه برخې هم لغوه کړې، چې کوزاک یې مشري کوله.

کوزاک له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ولسمشرۍ په اداره کې مرستیال مشر و او تر دې مخکې یې د ۱۱ کلونو لپاره د روسیې د لومړي مرستیال صدراعظم په توګه کار کړی و.

 هغه په اوکراین کې زېږېدلی او د پوتین له لومړیو کلونو راهیسې یې د ټاکنیزو کمپاینونو او لویو پروژو لکه د ۲۰۱۴ سوچي اولمپیکونو مشري کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب