ڪابل (ڪوه نور، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴): د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ توسک ویلي، د اروپايي ټولنې غړو د روسیې د شتمنیو د استفادې لپاره د یوې حللارې موندلو پر سر توافق کړی دی.
نوموړي نن پنجشنبه (د ډسمبر ۱۸مه) بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، چې یاده ټولنه به هڅه وکړي بلجیم ته هغه ضمانتونه ورکړي، چې اړتیا ورته لري.
هغه زیاته کړې، بېشکه د توافق کولو خبرو کې پرمختګ شوی، ټول موافق دي، چې دا موضوع د خبرو ارزښت لري او د روسیې د شتمنیو کارول به منصفانه وي؛ خو ځینې هېوادونه تر پایه هڅه کوي تر څو د ځان لپاره اعظمي ضمانتونه ترلاسه کړي.
توسک دا ټینګار هم کړی، چې که اوکراین تسلیم شي، د پولنډ خپلواکي به له ګواښ سره مخ شي.
بلخوا، د مجارستان لومړي وزیر ویکتور اوربان خبرداری ورکړی، چې د اروپايي ټولنې لخوا اوکراین ته د مالي ملاتړ دوام، له روسیې سره شخړه لا اوږده کولی شي.




