کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پي‌ او آر کارته لرونکو کډوالو په اړه د پېښور د محکمې تازه پریکړه

د پېښور محکمې د پاکستان له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چې یاد هېواد کې هغه افغان کډوال چې د پې ار او کارتونه لري له دغه هېواده ونه باسي. ددغه محکمې په وینا پاکستان کې دغه کارت لرونکي افغانان د جون میاشتې تر ۳۰ مې نېټې د اوسېدلو قانوني حق لري. وروسته له هغې چې له پاکستانه یو شمېر د پې ار او کارت لرونکي افغانان را وویستل ش…

2025-04-09 19:38 53۱ دقیقې لوستل
د پي‌ او آر کارته لرونکو کډوالو په اړه د پېښور د محکمې تازه پریکړه

د پېښور محکمې د پاکستان له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چې یاد هېواد کې هغه افغان کډوال چې د پې ار او کارتونه لري له دغه هېواده ونه باسي.

ددغه محکمې په وینا پاکستان کې دغه کارت لرونکي افغانان د جون میاشتې تر ۳۰ مې نېټې د اوسېدلو قانوني حق لري.

وروسته له هغې چې له پاکستانه یو شمېر د پې ار او کارت لرونکي افغانان را وویستل شول د پېښور محکمې له لوري دغه غوښتنه د یاد هېواد له بنسټونو څخه وشوه.

د پاکستانیو رسنیو د مالوماتو له مخې د یاد هېواد حکومت د ۲۰۲۴ کال د جون میاشت کې اعلان کړی و چې ددغه کارت لرونکي افغان کډوال به د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰ تاریخه له پاکستانه نه ویستل کېږي.

خو بل خوا د پاکستان ډان ورځپاڼې د افغان کډوالو د یوه وکیل له قوله خبر ورکړی چې د پېښور په بېلابېلو سیمو کې د یاد هېواد پولیس او سیمییزې ادارې د پې اوار کارت لرونکي افغانان هم په غیر قانوني ډول نیسي او له هغه هېواده یې بهر کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب