د چین ولسمشر شي جين پينګ خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ويلي، دواړه هېوادونه به د خپلو ستراتيژيکو اړيکو او همکاریو پر اساس مخ پر وړاندې ځي.
رويټرز ويلي، شي د نوي کال د مبارکي پیغام کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکې همغږي ستاينه کړې او د دغه اړيکو د لا پیاوړتیا هيله يې کړې ده.
په یاد پیغام کې راغلي، د چين او روسيې ترمنځ همکاري به په بېلابېلو برخو کې نوي پرمختايي فرصتونه رامنځته کړي.
په همدې حال کې بیا د روسيې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین ولسمشر به په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې روسيې ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین ولسمشر د دریمې دورې له ګټلو وروسته د پوتین لخوا د ګران ملګري په توګه ياد شو او کرملين ماڼۍ کې ورته ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.




