ڪابل (کوه نور، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴): کانګرس د ۹۰۰ میلیارده ډالرو ارزښت لرونکې دفاعي مسوده خپره کړې، چې له چین سره د امریکا اقتصادي او پوځي سیالۍ بیا تنظیموي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د دې مسودې له مخې به په چینایي ټکنالوژۍ محدودیتونه ولګول شي، یو شمېر چینایي جوړو شویو وسایلو ته به د پنټاګون له اکمالاتي سلسلې څخه د وتلو امر وکړي او د چین د نړۍوال حضور د څار لپاره د ډیپلوماټیکو او استخباراتي هڅو پراخولو ته لاره هواروي.
سرچینې لیکلي، دغه قانوني مسوده د امریکا د جګړې وزارت "War Department" لپاره د سپینې ماڼۍ له غوښتنې اته میلیارده ډالر ډېر لګښت تصویبوي، د امریکايې پوځیانو لپاره څلور سلنه معاش ډېروي، د ډرون ضد صلاحیتونه پراخوي او د «طلایي ګنبد» میزایلي دفاعي سیسټم او اټومي عصري کېدو پروګرامونو ته نوې پانګونې ځانګړې کوي.
راپور کې همداراز راغلي، چې دا مسوده د پنټاګون ملاتړ د جنوب لوېدیځ پوله باندې د قانون پلي کولو ادارو ته غځوي او د هند-ارام سمندر په سیمه کې د امریکا حضور پیاوړی کوي، چې پکې د تایوان د امنیتي همکارۍ پروګرام تمویل هم شامل دی.
باید وویل شي، چې په دې قانون کې، چې د محرمیت غوښتونکو محافظهکارو لپاره بریا بلل شوې، یوه غیر دفاعي ماده هم شامله ده، چې له مخې یې ایفبيآی اړ دی هر ځل، چې د ولسمشرۍ یا فدرالي کاندیدانو په اړه پلټنه کوي، باید افشا یې کړي.




