کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د چین ولسمشر: چین او متحده ایالات د مهمو اقتصادي ستونزو د حل پر سر توافق ته رسیدلي

کابل (کوه نور، ۸ عقرب ۱۴۰۴): د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سویلي کوریا په بوسان ښار کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د چین او امریکا مذاکره کوونکې ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سوداګریزو او اقتصادي مسایلو د حل لپاره اساسي هوکړې ته رسیدلي دي. هغه ویلي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اق…

2025-10-29 23:38 173۱ دقیقې لوستل
د چین ولسمشر: چین او متحده ایالات د مهمو اقتصادي ستونزو د حل پر سر توافق ته رسیدلي

کابل (کوه نور، ۸ عقرب ۱۴۰۴): د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د سویلي کوریا په بوسان ښار کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د چین او امریکا مذاکره کوونکې ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهمو سوداګریزو او اقتصادي مسایلو د حل لپاره اساسي هوکړې ته رسیدلي دي.

هغه ویلي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصاد ډلې د اندېښنو اړوند کلیدي ستونزو د حل برخه کې اساسي هوکړې ته رسیدلي او د هڅوونکو پرمختګونو شاهدان دي.

شي جین‌پینګ زیاته کړې، چې چین او امریکا کولی شي یو بل سره د بریا او ګډې ودې تر لاسه کولو لپاره مرسته وکړي.

 د هغه پر وینا، کلونه کېږي دا خبره تکراروي، چې چین او امریکا باید شریکان او ملګري وي.

بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې لیدنې مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې دا ناسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې سوداګرۍ لپاره د شرایطو پر سر یوې هوکړې ته لاره هواره کړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې غواړي د چینايي توکو پر وارداتو لګول شوې اضافي تعرفې، چې د فینټانیل قاچاق له امله وضع شوې وې، راکمې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب