ڪابل (ڪوه نور، ۲۲ جدي ۱۴۰۴): د ډنمارک لومړۍ وزیرې میته فریدریکسن ویلي، چې د گرینلنډ په اړه یې هېواد له یو "فیصلهکوونکي پړاو" سره مخ دی، وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا د دې قطبي سیمې د زور له لارې د نیولو ګواښ وکړ.
فریدریکسن، چې ټاکل شوې له دوشنبې څخه په واشنګټن کې د نړۍوالو طبیعي زېرمو پر سر د سیالۍ غونډه کې برخه واخلي ویلي، د گرینلنډ پر سر شخړه روانه ده او دا یو فیصلهکوونکی پړاو دی، چې موضوعیې یوازې د گرینلنډ نه؛ بلکې له هغې هم پراخې اغېزې لري.
هغې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ډنمارک چمتو دی چې له خپلو ارزښتونو هرچېرې چې اړتیا وي، دفاع ترې وکړي، حتا په قطبي سیمه کې هم.
فریدریکسن زیاتوي، هېواد یې پر نړۍوالو قوانینو او د خلکو د ځانپالنې پر حق باور لري.
بل پلو جرمني او سویډن د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د ډنمارک ملاتړ کړی دی.
د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون وروسته له هغې چې ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې امریکا به گرینلنډ کې اقدام کوي، که دوی وغواړي که نه د امریکا دا ډول "ګواښوونکې لهجه" غندلې د.
کریسترسون دا څرګندونې یې د سالن په دفاعي کنفرانس کې کړي چیرته چې د ناټو یو امریکايي جنرال هم ګډون درلود.
نوموړي ویلي، د امریکا له خوا د گرینلنډ نیول به د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وي او ښايي نور هېوادونه هم ورته کړنو ته وهڅوي.




