خبریال: فرمان الله زبیرزی
د ډنمارک لومړۍ وزیرې، مېته فریدریکسن، ویلي، که امریکا متحده ایالات پر ګرینلنډ کنټرول ترلاسه کړي؛ نو د «ناټو» تړون به ړنګ شي.
فریدریکسن د ډنمارک له «TV2» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې باید جدي ونیول شي چې د ټاپو د ضم کولو په اړه یې کړي دي.
نوموړې زیاتوي، که امریکا د ناټو پر کوم غړي هېواد برید وکړي؛ نو دا به د ناټو تړون او هغه امنیتي جوړښت ته د پای ټکی وي، چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې رامنځته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ، تېره یکشنبه ویلي و، چې ګرینلنډ باید د امریکا ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د دوې تر ولکې لاندې راوستل شي.
ټرمپ زیاته کړې وه، چې واشنګټن «ګرینلنډ ته اړتیا لري» او دا د امریکا د ملي امنیت موضوع ده.




