کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کرملین سلاکار ولادي میر میدینسکي د اوکراین ـ روسیې سولې خبرو کې د روسیې استازولي کوي

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په خبرو کې به د کرملین سلاکار ولادي میر میدینسکي د روسیې استازیتوب ترسره کړي. ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ دغه خبرې چې نن د مۍ په ۱۵ تاریخ پیل کېږي پکې د ولادي میر پوتین د ګډون کولو هیله ښودل شوې خو کرمیلن په دغه خبرو کې د نوموړي حضور نه دی تایئد کړی. د دغه…

2025-05-14 20:26 82۲ دقیقې لوستل
د کرملین سلاکار ولادي میر میدینسکي د اوکراین ـ روسیې سولې خبرو کې د روسیې استازولي کوي

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې په خبرو کې به د کرملین سلاکار ولادي میر میدینسکي د روسیې استازیتوب ترسره کړي.

ټاکل شوې د دواړو لورو ترمنځ دغه خبرې چې نن د مۍ په ۱۵ تاریخ پیل کېږي پکې د ولادي میر پوتین د ګډون کولو هیله ښودل شوې خو کرمیلن په دغه خبرو کې د نوموړي حضور نه دی تایئد کړی.

د دغه اژانس په راپور کې همداراز راغلي چې د اوکراین د ملي امنیت شورا هغه پرېکړه لا هم نه ده عملې شوې چې د روسیې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره هر ډول خبرې منع کړي.

دغه خبرې چې په ترکیه کې د نورو هغو په دوام ترسره کېږي دا ځل هم پرته له کومې ستونزې د روسیې د ولسمشر په هڅو جوړه شوې ترڅو د خبرو له لارې د روسیې لپاره د سولې د هڅو په اړه خبرې وشي.

ویل کېږي چې په انقره کې په دغه جوړه شوې غونډه کې د روسیې او اوکراین د استازو په ګډون د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم برخه واخلي.

په همدې حال کې کییف له اروپایې ټولنې غوښتي چې مسکو دې په مکمله توګه یو میاشتینی اوربند اعلان کړي.

بل پلو روسیې د اروپایې ټولنې د دغه وړاندیز په غبرګون له یو میاشیني اوربند انکار کړی او وېره یې څرګنده کړې چې اوکراین خپل ځواکونه قوي کوي او د بیا ځل لپاره یې جګړې ته چمتو کوي.

په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې دا مهال منځني ختیځ ته په سفر کولو بوخت دی ویلي چې که په دغه ناسته کې د روسیې د ولسمشر ولادي میر پوتین ګډون باوري شي نو دی به هم پکې برخه واخلي.

د یادونې وړ ده چې له اوکراین سره د روسیې اوربند نه منلو له امله اروپایې ټولنې پر روسیې د بندیزونو ۱۷ مه کڅوړه هم منظور کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب