کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کرکټ نړۍوالې شورا درې اړخیزې لوبلړۍ او اسیاجام تمریناتي کمپ ته ټاکل شوې افغان لوبډله ستایلې

کابل (کوه نور، ۱۵ اسد ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) په خپل یو تازه راپور کې د راتلونکو نړۍوالو سیالیو تمریناتي کمپ ته ټاکل شوې ۲۲ کسیزه افغان لوبډله ستایلې او د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو ښه ترکیب یې د ښو لوبو لپاره مثبت ګام یاد کړی دی. یادې ادارې پر خپله رسمي ویب‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان کرکټ بورډ په…

2025-08-06 01:29 239۲ دقیقې لوستل
د کرکټ نړۍوالې شورا درې اړخیزې لوبلړۍ او اسیاجام تمریناتي کمپ ته ټاکل شوې افغان لوبډله ستایلې

کابل (کوه نور، ۱۵ اسد ۱۴۰۴): د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) په خپل یو تازه راپور کې د راتلونکو نړۍوالو سیالیو تمریناتي کمپ ته ټاکل شوې ۲۲ کسیزه افغان لوبډله ستایلې او د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو ښه ترکیب یې د ښو لوبو لپاره مثبت ګام یاد کړی دی.

یادې ادارې پر خپله رسمي ویب‌پاڼه لیکلي: «د افغانستان کرکټ بورډ په شل اوریز کرکټ کې د ډېرو تجربو لرونکي راشدخان په لوبډلمشرۍ درې اړخیزې لوبلړۍ ته ۲۲ کسیزه لوبډله وټاکله، په دې لوبغاړو کې د سپین توپ د لوبو ستوري لوبغاړي عظمت الله عمرزی، محمد نبي، رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي هم شامل دي، دوي هغه لوبغاړي دي چې افغان لوبډله یی په ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې تر ناک اوټ پړاو (نیمه پای لوبو) ته ورسوله.»

د آی سي سي د راپور په دوام کې راغلي: «وفیع الله تره خېل، عبدالله احمدزی او بشير احمد هغه ځوان لوبغاړي دي چې که چېرته وخت ورکړل شو، په لوبو کې ګټونکي ثابتیدلی شي.»

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د افغانستان کرکټ بورډ پلان لري چې د افغانستان، پاکستان او متحده عربی اماراتو ترمنځ درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام ته د چمتووالي په موخه د یادو ۲۲ لوبغاړو ترمنځ په کابل دوه اوونیز تمریناتي کمپ ترسره کړي او له تمریناتو وروسته به راتلونکو لوبو ته ۱۵ کسیز نوملړ په ډاګه کړي چې د روانې میاشتې په وروستۍ اووني کې به د یادو لوبو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د درې واړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګسټ میاشتې په ۲۹ مه د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو په لوبې سره پیلېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب