کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کېنیا پلازمېنه نایروبي کې دوه تنه د ډزو له امله وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۵ مېزان ۱۴۰۴): کینیا کې لږ تر لږه دوه تنه وروسته له هغې وژل شوي، چې پولیسو د یاد هېواد مرکز نایروبي کې د اپوزیسیون د مشر رایلا اودینګا، پر مړي د راټولو شویو ویر کوونکو د خورېدلو لپاره ډزې وکړې. پولیسو هڅه کوله، چې هغه خلک تیت کړي، چې د یو فوټبال لوبغالي کې د اودینګا د جسد د لیدو لپاره راټول شوي وو. د نړ…

2025-10-16 21:48 150۱ دقیقې لوستل
د کېنیا پلازمېنه نایروبي کې دوه تنه د ډزو له امله وژل شوي

کابل (کوه نور، ۲۵ مېزان ۱۴۰۴): کینیا کې لږ تر لږه دوه تنه وروسته له هغې وژل شوي، چې پولیسو د یاد هېواد مرکز نایروبي کې د اپوزیسیون د مشر رایلا اودینګا، پر مړي د راټولو شویو ویر کوونکو د خورېدلو لپاره ډزې وکړې.

پولیسو هڅه کوله، چې هغه خلک تیت کړي، چې د یو فوټبال لوبغالي کې د اودینګا د جسد د لیدو لپاره راټول شوي وو.

د نړۍوالو رسنیو راپورونه وایي، چې دا ډزې د نایروبي په یوه ۶۰ زره کسیز فوټبال لوبغالي کې شوې دي؛ چیرې، چې د اودینګا د تابوت عامه لیدنه ټاکل شوې وه.

 د کینیا د پولیسو د عملیاتو مشر اډمسن بونګی دا پېښه تایید کړې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، رایلا اودینګا، د کینیا یو مخکښ اپوزیسیون مشر و، چې روانه اوونۍ په هند کې ومړ.

د هغه جسد د تدفین تر مراسمو وړاندې خلکو ته د لیدو لپاره ایښودل شوی و؛ خو د خلکو د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له امله وضعیت کړکیچن او پولیس ډزو کولو ته اړ شول.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب