کابل (کوه نور، ۱۶ اسد ۱۴۰۴): نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی چې په افریقایې هېواد ګانا کې د یوې هلیکوپټر الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د دغه هېواد د دوه وزیرانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه تېره ورځ "چهار شنبه، د اسد ۱۵مه" د اشانتي سیمه کې رامنځته شوې چې تر اوسه د الوتکې د نسکورېدو علت نه دی روښانه شوی.
راپورونو کې راغلي، ګانا هېواد کې د دې الوتکې دنسکورېدو له امله د یاد هېواد دفاع وزیر " ادوارد اومان بواما" د چاپېریال، علومو او ټکنالوژۍ وزیر "ابراهیم مورتالا محمد"، درې نور لوړ پوړي چارواکي او د الوتکې درې کارمندان وژل شوي دي.
د دې هېواد چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د یادې پېښې په اړه یې څېړنې دوام لري.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم ایران کې د یوې الوتکې د نسکورېدو له امله د یاد هېواد ولسمشر ابراهیم ریئسي او یو شمېر نور لوړ پوړي چارواکي وژل شوي وو.




